معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نیویارک ټایمز: اړتیا ده چې امریکا له افغانستان سره مستقیمې اړیکې ولري

نیویارک ټایمز: اړتیا ده چې امریکا له افغانستان سره مستقیمې اړیکې ولري

ګهیځ: نن یکشنبه( د مرغومي ۵مه) نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تبصره کې ویلي، په کار ده چې امریکا د پاکستان پر وړاندې پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي.
په تبصره کې راغلي، امریکایي سیاستوال او ډېری پالیسي جوړوونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې تر ټولو ستر مسوولیت پاکستان ته ورګرځي نو همدا سبب دی چې، امریکا دې نور پر دغه هېواد له تکیه کولو ډډه وکړي.
په مطلب کې راځي، له پاکستان سره دې نظامي همکارۍ کمې کړل شي، د افغانستان په اړه دې له دغه هېواد سره بحثونه ختم کړل شي، بلکې نېغ په نېغه دې په خپله له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړل شي.
نیویارک ټایمز ټینګار کړی چې، د دې هر څه تر څنګ دې له دغه هېواد سره د امریکا د مرستو کچه را ټیټه شي.
په تبصره کې همدا راز لیکل شوي، که امریکايي سیاستوال دې برخو ته پام نه کوي او د پخوا په څېر له دغه هېواد سره غواړي اړیکې وغځوي، دا به د یوې تېروتنې بیا بیا تکرار وي چې زیانونه به یې یوازې امریکا ته اوړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس