معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د رادار سیستم کنټرول لومړۍ جوپه کابل ته را ورسېده

د رادار سیستم کنټرول لومړۍ جوپه کابل ته را ورسېده

ګهیځ: نن یکشنبه (د لنیدۍ ۵مه) د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د هوایي حریم د کنټرول لپاره یې کابل کې د رادار سیسټم فعالولو ته اجازه ورکړې ده.
دغې ادارې ویلي چې د هوايي حریم د کنټرول بشپړ رادار لومړۍ جوپه کې درې پایې رادار چې له فرانسې هېواد څخه یې وارد کړي، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته سپارل شوي دي.
دغې ادارې زیاته کړې ده چې په ټول هېواد کې د هوايي حریم د کنټرول په موخه د فرانسې له ټالس شرکت سره د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د رادارونو تړون لاسلیک شوی دی.
ټاکل شوې ده چې د دې تړون له مخې د ۲۰۲۳ م کال تر پای ته رسېدو وړاندې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې په مرحله ییزه توګه په ۱۲ سایټونو کې د رادار سیستم فعال او د هېواد هوايي حریم په بشپړه توګه کنټرول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس