معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د رویټرز راپور: ملګري ملتونه د پټ سند له مخې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته نږدې ۶ میلیونه ډالر ورکوي

د رویټرز راپور: ملګري ملتونه د پټ سند له مخې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته نږدې ۶ میلیونه ډالر ورکوي

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) ملګرو ملتونو د افغانستان نوي حکومت ته ویلي چې د دغه بنسټ د اړوندو دفترونو او کارکوونکو ساتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت ته د نږدې شپږ میلیونه ډالر ورکوي.
دا خبر رويټرز خبري اژانس نن د ملګرو ملتونو د یوه پټ سند له مخې خپور کړی، چې دوی تر لاسه کړی دی.
اژانس وايي د دغه بنسټ د سند له مخې، د کورنیو چارو وزارت به له وړاندیز شوو پیسو هغو ځواکونو ته تنخواوې او خوراکي توکي ورکوي چې د ملګرو ملتونو له ودانیو او کارکوونکو ساتنه کوي.
رويټرز د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند فرحان حق په حواله لیکلي چې، ملګري ملتونه په ناامنو سیمو کې د خپلو کارکوونکو د ملاتړ دنده پر غاړه لري.
د یادولو وړ ده چې فرحان حق د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د ۶ میلیونه ډالرو د ورکړې خبره نه ده رد کړې.
شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې اسلامي امارت پر افغانستان بشپړه ولکه ټینګه کړې خو د دوی له خوا د نوي حکومت ډېری مشران لا هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي.
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالرو پانګې د کنګل کولو تر څنګ ځینې نور بندیزونه هم ولګول چې دا هېواد یې له اقتصادي کړکېچ سره مخ کړ.
په افغانستان کې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې نوی حکومت جوړ شوی او د اوسني حکومت د کورنیو چارو سرپرست په ګډون ځیني نور مخکښ غړي د ملګرو ملتونو او امریکا تر بندیزونو لاندې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس