معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه درې جوازونه صادر کړل

امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه درې جوازونه صادر کړل

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي دوهمه نېټه) امریکا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په پار درې جوازونه صادر کړي دي.
د دې جوازونو له مخې د امریکا حکومت او ټولې نړیوالې موسسې کولی شي له افغانستان سره مرستې وکړي او په بشري پروژو کې ونډه واخلي.
د امریکا د مالیې وزارت ویلي چې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی، که څه هم دوی پر نوي حکومت بندیزونه لګولي دي، خو نړیوالې مرستندویه موسسې او ان پخپله د امریکا حکومت کولی شي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي او په هغو پروژو کې ونډه واخلي چې ګټه یې عامو افغانانو ته رسېږي.
امریکا دغه راز ویلي چې له دې وروسته افغانستان ته د توکو رسولو، سوداګرۍ او دغه هېواد ته د پیسو په لېږلو کې ستونزه نشته او په بهر کې مېشت افغانان هم کولی شي خپلو کورنیو ته نغدې پیسې واستوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس