معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې پر ښځو د کار بندیز د شویو ژمنو خلاف عمل دی

ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې پر ښځو د کار بندیز د شویو ژمنو خلاف عمل دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، په افغانستان کې پر مرستندویه کارکوونکو ښځو د نویو محدودیتونو لګول د شویو ژمنو خلاف عمل دی.
دغې شورا زیاته کړې، چې دغه پرېکړې د نړیوالې ټولنې د تمې خلاف عمل دی.
امنیت شورا ویلي، د مرستندویه ټولنو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز به پر بشري هڅو سملاسي بد اغېز ولري.
امنیت شورا له پوهنتونونو د ښځو بندیز او تر شپ‍ږم ټولګي د پورته ښوونځیو د بندولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې.
دوی په خپلې وینا پاڼه کې ویلي، د امنیت شورا ۱۵ غړو په اکثریت رایو ویلي، په افغانستان کې د ښځینه لېسو او پوهنتونونو بندیز د انساني حقوقو او اساسي آزادیو سلب کول دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس