معماری
خانه / ګهیځ نیوز / IPL نن پیلېږي؛ ۵ افغان لوبغاړي به په کې لوبه کوي

IPL نن پیلېږي؛ ۵ افغان لوبغاړي به په کې لوبه کوي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۶مه او د مارچ ۲۶مه نېټه ده) ټاکل شوې (IPL) یا د هند غوره لیګ کرېکټ سیالۍ نن (شنبه د وري ۶مه – د مارچ ۲۶مه) د پنځه افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شي.
سږ‌کال دغه لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي لوبیږي، چې نن د کابل پر وخت ۵:۳۰ بجې د کلکتې نایټ رایډرز او د چینای سوپر کینګز په لوبې سره پېلېږي.
په دغه لوبغاړو کې ( راشد خان، نور‌احمد لکڼوال، رحمان‌الله کوربز) یوازې ګجرات ټایټنز ته لوبه کوي.
ګجرات ټایټنز لوبډله سږکال د لومړي ځل لپاره د هند غوره لیګ کې لوبیږي.
رحمن الله ګربز د هند غوره لیګ د بولۍ لومړي پړاو کې نه و، اخیستل شوی خو، وروسته ګجرات لوبډلې ځکه واخیست چې انګلنډي لوبغاړي ( جاسون رای) د کورنیو ستونزو له کبله ای پي ایل پریښود.
بل پلوه دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي د (کلکته نایټ رایډرز) او فضل الحق فاروقي ( سنرایزر حیدر اباد) لپاره لوبیږي.

۱۷ کلن نور احمد لکڼوال چې د افغانستان نوولس کلنو ملي لوبډلې غړی او سږ کال (ای پي ایل) کې ترټولو کم عمره بهرنی لوبغاړی دی چې دغه لیګ کې لوبیږي.
هند غوره لیګ سیالۍ په ۲۰۰۷ کال د هند کرېکټ بور‌ډ لخوا پېل شو چې دا یې ۱۵ پړاو دی چې هر کال د می او مارچ میاشتو ترمنځ کېږي چې د تیر کال اتلولۍ یې چینای سوپر کینګز ګټلې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس