معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏‏کرزی د پاکستان په غبرګون کې؛ افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی

‏‏کرزی د پاکستان په غبرګون کې؛ افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوايي یا ثور لومړۍ او د اپرېل ۲۱مه نېټه ده) پخواني ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي انګلیسي سره په تازه مرکه کې د پاکستان پر وروستیو بریدونو او ځینو څرګندونو توند غبرګون ښوودلی او هغه یې غندلې دي.
ښاغلي کرزي ویلي د پاکستان دا څرګندونې ناسمې دي چې ګواکي په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه دي.
د ده په وینا افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی او پاکستان ته په کار ده چې په خپل زړه کې د شته ترهګرو پر وړاندې ګامونه اوچت کړي.
هغه تمه ښوودلې چې د پاکستان نوی حکومت وکړی شي له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي، له تاریخ عبرت واخلي او د تېرو حکومتونو په څېر د شر او ناندریو پالونکی حکومت ترې جوړ نه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس