معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د فصلي سبزیجاتو لپاره شنې خونې جوړیږي

کندهار کې د فصلي سبزیجاتو لپاره شنې خونې جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري  ۷مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کندهار ولایت کې د فصلي سبزیجاتو د دودولو په موخه شنې خونې جوړیږي.

د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وايي، د فصلي سبزیجاتو د ترویج په موخه یې د کندهار ښار په ګډون د دغه ولایت په ډنډ، ژېړۍ، دامان او خاکرېز ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مرسته په آزمایښتي ډول د پنځو شنو خونو د جوړېدو لړۍ پيل کړې، چې پر هره شنه خونه ۱۷۰ زره افغانۍ لګښت راځي.

بل لور د دغه ولایت یو شمېر کروندګر د شنو خونو جوړېدل د کرنې سکټور د ودې لپاره ګټور بولي.

دوی وايي: شنې خونې د کال په ټولو فصلونو کې حاصلات ورکوي او دا چاره د کروندګرو د ملاتړ په برخه ګټوره ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس