معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار او کونړ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کندهار او کونړ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار او کونړ سیمه ییزو مسوولینو ويلي، چې په دغو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۲۷۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویلي، د یاد ولایت په ښار او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ۲۳۸ کورونه ویجاړشوي او په ترڅ کې یې ۲ ماشومان مړه شوي او ۳ نورټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې، په کونړ کې هم د سختو اورښتونو له امله ۳۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیر ویلي، چې ویجاړو شویو کورونو کې درې تنه مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.

وروستیو اورښتونو د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زیانونه اړولي، خو مسوولینو یې تر دا دمه رسنیو سره اطلاعات نه دی شریک کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس