معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / کابینه؛ د منحل شویو ادارو زاړه کارکوونکي به اړتیا ته په کتو بېرته په دندو و ګمارل شي

کابینه؛ د منحل شویو ادارو زاړه کارکوونکي به اړتیا ته په کتو بېرته په دندو و ګمارل شي

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۳۰مه او د سپټمبر ۲۱مه نېټه ده) د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ کابینې د چارو ادارې ته امر کړی چې د لغو شویو ادارو د بې برخه لیکه کار کوونکو نوملړ چمتو کړي.

نن چهارشنبه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو کسانو د رشتې، درجې او کاري تجربې اړوند معلومات دې ټولو وزارتونو ته ولېږل شې.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان به اړتیا ته په کتو بېرته په دندو وګمارل شي.

د یادولو وړ ده چې سرپرست حکومت د ملي امنیت شورا تشکیلات، پر اساسي قانون د څار کمیسیون، د افغانستان د ملي شورا دارالانشاء، د ملي پخلاینې عالي شورا، بشري حقونو کمېسیون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ځینې نور اداري تشکیلات منحل کړي دي.

ویل کیږي، د یادو ادارو له منحل کېدو سره په زرګونو کسان بېکاره شوي چې له امله یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس