معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ښکته شوې

کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ښکته شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۶ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل پوهنتون مسوولینو او یو‌ شمېر چارواکو د”اوبه ملي شتمني ده او ساتنه یې د ټولو مسوولیت دی” تر عنوان لاندې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

د یادې غونډې ګډونوالو تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو څخه اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ کاله کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵متره ښکته شوې.

د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځي آمر اسدالله رحمتزي له اړوندو ادارو غوښتي چې پلازمېنه کې تر ځمکې لاندې اوبه مدیریت کړي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، ۷۹ سلنه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌ لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس