معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال د هوايي دهلېزونو له لارې ۱۴۵ میلیون ډالره صادرات شوي

تېر کال د هوايي دهلېزونو له لارې ۱۴۵ میلیون ډالره صادرات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان صادرات د ۱۴۵ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۲۷ سوه ټنو ډېر وو.

د دغه وزارت ویاند وايي، ډېری صادرات د هوايي ډګرونو له لارې هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې، ایران، ازبیکستان، جرمني او کاناډا ته شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هوايي دهلېزونو له لارې صادرات د اقتصادي ودې په برخه کې مهم بولي او ټینګار کوي، چې د هوايي دهلېزونو له لارې د لېږد لګښتونه باید کم شي.

یو شمېر سوداګر د نړیوالو هوایي شرکتونو د الوتنو بېرته پیلېدل د هوایي دهلیزونو له لارې د صادراتو په زیاتېدوکې مهم بولي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس