معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بریتانیا کې لسګونه افغان پناه غوښتونکي نیول شوي

بریتانیا کې لسګونه افغان پناه غوښتونکي نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بریتانیا پولیسو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یې د افغانانو په شمول د پناه غوښتونکو نیول پیل کړي دي.

د دوی په خبره دغه نیول شوي کسان به روانډا هېواد ته لېږدول کیږي.

بریتانوي رسنیو هم راپور ورکړی، چې لسګونه پناه غوښتونکي تر دې دمه نیول شوي او توقیف‌ ځایونو ته انتقال شوي دي.

ګارډین ورځپانې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، چې پولیسو په ګلاسګو، لیورپول، برمنګهم او بریسټول ښارونو کې د پناه غوښتونکو په استوګنځایونو چاپې وهلي او هغوی یې نیولي دي.

د خبر پر بنسټ افغانان، سوریایان او سوډانیان هغه خلک دي، چې تر ډېره روانډا ته د لېږلو له خطر سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې د بریتانیا پارلمان د اپرېل په ۲۲مه د روانډا ته د پنا غوښتونو د استولو لایحه تصویب کړه، چې ورسره حکومت هم روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د استولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس