معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د کوټې – چمن لار لا هم د اعتراض کوونکو پرلت والو له لوري تړل شوې

د کوټې – چمن لار لا هم د اعتراض کوونکو پرلت والو له لوري تړل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغو پرلت کوونکو ویلي، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، د کوټې ـ چمن بنده لار به بېرته خلاصه نه کړي.

د بلوچستان ایالت په چمن کې معترضینو له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کوټې او چمن ترمنځ لوی سړک بند کړی دی.

دوی خبرداری ورکړی چې تر څو یې غوښتنې ونه منل شي، د کوټې چمن لویه لاره به خلاصه نه کړي.

په چمن کې بیا روان پرلت د ۲۰۲۳م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پیل شوی او ګډونوال یې غوښتنه لري، چې افغانستان ته د تګ – راتګ لپاره باید د ویزې او پاسپورت د لرلو شرط لرې شي، خو د پاکستان حکومت یې نه مني.

دا پرلت تېره اونۍ وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښت، چې د ګډونوالو په وینا ملېشه ځواکونو د دوی پر کمپ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یو تن ووژل شو او له لسو زیات نور ټپيان شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس