معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان وایي، د افغان کډوالو وېستلو ته دوام ورکوو

پاکستان وایي، د افغان کډوالو وېستلو ته دوام ورکوو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۱  نېټه):

‍۱د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد چارواکي وايي، د نومبر له پیله د ډیسمبر تر ۱۱ نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه وېستلي دي.

تر دې وړاندې ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې د نومبر له پیله له دغه هېواده ۴ لکه ۸۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

بل لور د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ له استازي لیونارډ زولو سره په کتنه کې ویلي، چې پاکستان د افغان کډوالو په اړه پر خپلو پخوانیو موافقو ژمن نه دی پاتې شوی.

نوموړي ویلي، پاکستان باید د افغان کډوالو ځورول ودروي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازي بیا ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان کډوالو پر وېستنې، د هغوی د شتمنیو د ضبطولو او نورو حقونو په اړه خبرې کړي او ورڅخه یې غوښتي، چې له دې ډول زیاتي دې لاس په سر شي. پاکستاني رسنیو د خپل هېواد د اړوندو چارواکو په قوله نن راپور ورکړ، پرون ۱۸ سوه ۱۱ افغانان چې ۴۵۴ یې نارینه، ۴۱۲ ښځې او ۹۴۵ یې ماشومان وو، افغانستان ته ستانه شول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس