معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان وايي د افغانستان ثبات د دوی په ګټه دی

پاکستان وايي د افغانستان ثبات د دوی په ګټه دی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۱۴مه او د اپرېل ۳مه نېټه ده) د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي دوی هڅه کوي، چې د افغانستان په ګډون ټوله لویدیځه اسیا کې سوله او ثبات ټینګ شي.
هغه دا خبرې د اسلام اباد د امنیت په تړاو یوې غونډې ته کړي دي.
د ده په خبره په افغانستان کې د ثبات له راتګ سره مرسته کوي او په خبره یې د دغه هېواد ثبات او امنیت د ټولې سیمې له ثبات په ګټه دی.
باجوه زیاته کړې چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو نارامیو پر پاکستان مستقیم اغېز کړی دی، نو له همدې امله اوس د پاکستان حکومت غواړي چې افغانستان کې تل پاتې ثبات راشي.
هغه دلته پر روان اقتصادي او بشري وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالو یې د مرستو او همکاریو غوښتنه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس