معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د خارجي کېسونو درلودو افغانانو لپاره د اوسېدو موده تمدید کړه

پاکستان د خارجي کېسونو درلودو افغانانو لپاره د اوسېدو موده تمدید کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۳   نېټه):

د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې دغه هېواد په خپل ملک کې ایسارو هغو افغانانو ته چې بهرنیو هېوادونو ته د تللو لپاره ایسار دي، د اوسېدو موده تمدید کړه.

د راپور پر بنسټ، اسلام آباد کې کابینې تېره ورځ پرېکړه وکړه چې د روانې ډسمبر میاشتې د ۳۱ په ځای به په پاکستان کې د دغو کډوالو د اوسیدو لپاره د ۲۰۲۴ کال د فبروري تر نهه ویشتمې نېټې پورې وخت تمدید کړي.

پاکستان کې یو شمېر افغانان دې ته شپې – ورځې سبا کوي، چې په کوم اروپایي هېواد، امریکا یا استرالیا کې د کډوال په توګه ومنل شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس