معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله ۴۵ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله ۴۵ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله ۱۵ تنه مړه او نږدې ۳۰ تنه ژوبل شوي دي.
د خبر پر بنسټ، شمېرې ښیي چې په وروستیو څو ورځو کې د واورې د اورښت او یخنۍ له امله نږدې لس زره څاروي هم مړه شوي دي.
له دې سره سم، سرپرست حکومت وایي زیانمنو په ځانګړې توګه د څارویو لرونکو ستونزو د هواري په موخه یې د بېلابېلو وزارتونو مسوولینو کمېټه جوړه کړې، چې خپلې چارې یې په چټکۍ سره پیل کړي دي.
که څه هم تر دې مهاله سرپرست حکومت د وروستیو اورښتونو له امله د مرګ – ژوبلې او څارویو ته د اوښتو زیانونو په اړه وروستي ارقام نه دي شریک کړي، خو اټکل کیږي چې د مرګ – ژوبلې او د تلف شویو څارویو شمېر به هېواد کې تر دې زیات شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
twitter:
Web:
FB page:

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس