معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هوا پېژندنې ادارې هېواد کې د سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکړی

هوا پېژندنې ادارې هېواد کې د سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۷مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو دریو ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، میمنې، کوشک و کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشیر، غوربند، کابل، مېدان وردک، کونړ او لغمان سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځایونو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس