معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د ماشومانو درملنې لپاره ځانګړی روغتون جوړیږي

هرات کې د ماشومانو درملنې لپاره ځانګړی روغتون جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په هرات ولایت کې د بې پولې ډاکترانو بنسټ مسؤولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ماشومانو د درملنې لپاره یو ځانکړی روغتون جوړوي.

د بې پولې ډاکترانو د دفتر رییس بنجامین د هرات له والي سره په کتنه کې دغه راز ویلي، چې د یاد روغتون د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي.

نوموړي د خپلو فعالیتونو په پراختیا هم ټینګار کړی او د هرات لپاره یې د یاد دفتر د راتلوونکي پلان په اړه معلومات ورکړي دي.

په ورته وخت کې د هرات والي په دې کتنه کې د هرات لپاره د یاد بنسټ د بشردوستانه مرستو له امله مننه کړې او په دې برخه کې یې د سیمه ییزې ادارې د هر اړخیزو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس