معماری
خانه / ادب و هنر / نن په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس دایریږي

نن په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس دایریږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې نن د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ له لوري ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون ستر علمي نړیوال کنفرانس ترسره شي.

د خبر پر بنسټ، دغه کنفرانس چې د سیمې هېوادونو په کچه تر اوسه جوړ شوی نه دی، تمه ده چې په کې د داخلي استادانو په ګډون د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو څېړونکي او استادان برخه واخلي او په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه خپلې مقالې له ګډونوالو سره شریکې کړي.

د دې کنفرانس تر پیل وړاندې د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د دغه کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې رالیږل شوي، چې له ډلې یې ۲۰ مقالې له بهرنیو هېوادونو څخه دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس