کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه مشاعره د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري پر لار اچول شوې وه، چې په کې د ختیځ زون د زرهاوو ګډونوالو سربېره د هېواد له مرکز کابل او نورو ولایاتو څخه د شعر او ادب ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس دغه مشاعره کې له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې خپلو اشعارو کې دې یووالي، د هېواد آبادۍ او د خپل اصلي کلتور د پرمختګ لپاره کار وکړي.
د نارنج ګل دغې دودیزې مشاعرې ته د کوزې پښتونخوا مشهورو او نوم وتو شاعرانو هم ګډون کړی و.
دوی د مشاعرې له تنظیموونکو څخه د خلکو د پراخ ګډون له امله مننه وکړه او د کرښې هغې غاړې شاعرانو غوښتل یې د دواړو غاړو ولسونو ترمنځ د اړیکو ښه والي لپاره موثر وګڼه.
د نارنج ګل دودیزه مشاعره چې په لومړي ځل ۱۳۴۳ هـ ل کال کې د ننګرهار د وخت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوړه شوې وه، تر دا مهاله هر کال د پسرلي په را رسېدو سره دغه ولایت کې د خلکو په پراخ ګډون سره لمانځل کیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/