معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / میر رحمان رحماني او د هغه زوی د امریکا لخوا د بندیزونو په نوملړ کې شامل شول

میر رحمان رحماني او د هغه زوی د امریکا لخوا د بندیزونو په نوملړ کې شامل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۱  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا خزانې وزارت تېره شپه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول څانګې پر میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني بندیزونه لګولي.

دې بندیزونو کې دوی سره پر تړلو ۴۴ کمپنیو چې د نړۍ په کچه په پراخ فساد کې ښکېل بلل شوي، هم بندیزونه لګېدلي دي.

د خبرپاڼې له قوله رحماني او زوی یې د خپلو کورنیو کمپنیو له لارې د فساد یو پېچلی تدارکاتي سیستم رامنځته کړی و، چې په پایله کې یې د امریکا لخوا د پخوانیو پوځي ځواکونو د ملاتړ لپاره د تمویل شویو پروژو میلیونونه ډالره په ناسمه توګه مصرف شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت وايي، رحماني د تېلو د واردولو برخه کې د ګمرک چارواکو ته بډې ورکولې او یوه شرکت یې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې نږدې یو میلیارد لیتره تېل وارد کړل، چې دا په یو کال کې د افغان ځواکونو تر اړتیاو ۴ سوه میلیونه لیترو څخه دوه نیم چنده زیات وو.

د دوی په وینا ۲۰۱۹ کال کې د افغان ځواکونو د الوتکو د اړتیا وړ تېلو د تدارکاتو لپاره له رحماني کمپنیو سره قرارداد ختم شوی و، خو بیا هم دې شرکتونو دوه نیم زره مټریک ټنه د الوتکو تېل له مالیې پرته وارد کړي.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا اجمل رحماني د ۲۰۱۸ کال په پارلماني ټاکنو کې د ولسي جرګې څوکۍ ګټلو لپاره د ټاکنو کمېسیون ځینو غړو ته ۱،۶ میلیون ډالره بډې ورکړي او هم یې پلار میررحمان رحماني د ولسي جرګې ریاست ګټلو لپاره وکیلانو ته میلیونونه ډالره رشوت ورکړی دی.

رحماني او زوی یې تر دا دمه د امریکا دې بندیزونو په تړاو رسنیو ته څه غبرګون نه دی څرګند کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس