معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مجاهد ولس ته د زمري د ۲۴ ورځې مبارکي ورکړې

مجاهد ولس ته د زمري د ۲۴ ورځې مبارکي ورکړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه د زمري ۲۴ او د اګسټ ۱۵مه نېټه ده چې په افغانستان کې د ا.ا د واک ته رسېدو له ورځې سره برابره ده.

کال وړاندې په همدې ورځ د ا.ا ځواکونو له پنجشېر پرته د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ټول ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې را وستل.

د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د همدې ورځې په تړاو ولس ته مبارکي ویلي او دا ورځ یې “د کابل د فتحې ” په نوم نومولې ده.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي: “دا ورځ د باطل په وړاندې د حق د بریا او د افغان ملت د نجات او آزادۍ ورځ ده. خپل ملت ته د ابد لپاره د استقلال، حریت او ازادۍ دعا کوم”.

مجاهد هیله مندي ښودلې چې له دې وروسته په هېواد کې د تل لپاره امنیت او سوکالي ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس