معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې د اوربند په اړه خبرو کې پرمختګ شوی

غزه کې د اوربند په اړه خبرو کې پرمختګ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مصر یوې دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې په غزه کې د اوربند په اړه د منځګړو او حـ.ـماس د مرکچیانو ترمنځ د خبرو په دوهمه ورځ د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د څو اونیو ډيپلوماتیکو هلو – ځلو وروسته، مصر، قطر او امریکا هڅه کوي، چې په راتلونکې اونۍ کې د روژې له پیل څخه مخکې د اسراييلو او حماس ترمنځ په جګړه کې د شپږو اونیو اوربند پلی کړي.

د دې اوربند د وړاندیز له مخې، ټاکل شوې ده چې حماس ډله د اسراییلو له زندانونو څخه د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې یرغمل اسراییلیان آزاد کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس