معماری
خانه / ادب و هنر / سعودي له سرپرست افغان حکومته د نجونو تحصیل په اړه پر شوې پرېکړې بیا کتنه غوښتې

سعودي له سرپرست افغان حکومته د نجونو تحصیل په اړه پر شوې پرېکړې بیا کتنه غوښتې

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی لومړی):
د عربي رسنیو د راپور له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي، چې د ښځینه محصلینو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي.
دوی زیاته کړې چې د سرپرست افغان حکومت دغه پرېکړه له اسلامي اصولو هېڅ تړاو نه لري.
د سرپرست افغان حکومت د کابینې د پرېکړې او د لوړو زده کړو وزارت د مکتوب له مخې تر امر ثاني پورې د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه وو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګېد چې له امله یې په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه او اعتراضات راوپارېدل چې دغه غبرګونونه او اعتراضات لا هم دوام لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس