معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راپورونه؛ د پکتیکا په ډنډ پټان کې بار وړونکي موټرې ایسارې دي

راپورونه؛ د پکتیکا په ډنډ پټان کې بار وړونکي موټرې ایسارې دي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد ۲۳مه او د اګسټ میاشتې ۱۴ نېټه ده) د راپورونو پر بنسټ، د پکتيا د ډنډ‌پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او سوداګر وايي، د دغې ولسوالۍ او خیبر پښتونخوا لار له دوو اونیو راهيسې بنده ده او خلکو ته يې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

له یادې لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز مالونه لېږدول کېږي او کراچۍ بندر ته هم غځېدلې ده.

د راپور په حواله، د پکتيا ولایت د ډنډ‌پټان ولسوالۍ په ګمرک کې د روزي‌الدین په نامه یوه سوداګر وايي، په دې سرحدي سيمه کې پر ډبرو سکرو بار موټرو په ګډون نور په زرګونه موټر ولاړ دي او ورځ تر بلې سوداګریز موټر راځي چې په سيمه کې يې د تم کېدو امکان نشته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس