معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان ترڅنګ ایران څخه هم د افغان کډوالو د وېستلو بهیر چټک شوی

د پاکستان ترڅنګ ایران څخه هم د افغان کډوالو د وېستلو بهیر چټک شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اېرنا خبري آژانس د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د وېستلو بهیر درې برابره چټک شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د نوي کال په لومړیو ورځو کې د ايران له پارکونو څخه څه باندې ۸ زره غیر قانوني افغان کډوال نیول شوي دي.

د وګړو او کډوالو د چارو عمومي ريیس ویلي، چې دغه کډوال افغانستان ته د لېږلو په نيت کمپونو ته انتقال شوي دي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په تهران کې تر وروستي غیرقانوني افغان کډوال پورې به د کډوالو راټولولو لړۍ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له بل ګاونډي هېواد پاکستان څخه هم تېره اونۍ د افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیل شوی دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس