معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې کموالی راغلی

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې کموالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د پام وړ کمه شوې ده.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په لاهور کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال خانجان الکوزي په مشرۍ له پلاوي سره په کتنه کې کړې دي.

انور ټینګار کړی چې اسلام آباد او کابل باید د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ او کوټلي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي په خبره، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵۲۲ میلیونه ډالره ده.

خانجان الکوزي هم په دې کتنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ باید سوداګریزې تبادلې تر بل هر وخت زیاتې شي.

نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال د افغانستان له لارې د پاکستان ۵ ميليونه ټنه تازه مېوه منځنۍ آسيا ته صادریږي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس