معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ټرافیکي پېښو او موټرو د سرعت د کنټرول په اړه اقدامات کیږي

د ټرافیکي پېښو او موټرو د سرعت د کنټرول په اړه اقدامات کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۹   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۱۹مه غونډه کې په یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوي.

د خبر پر بنسټ، د کابینې په دې غونډه کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي او د موټرو د سرعت په اړه تر بحث وروسته د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د سترې محکمې ټرانسپورټ او هوایي چلند او ټولګټو وزارتونو سره په ګډه په لویو لارو کې د موټرو د سرعت اندازې معلومولو لپاره د اړینو وسایلو چمتو کولو طرحه چمتو کړي.

همدا راز په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، کرنی اوبو لگولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، استخباراتو لوی ریاست او د احصايې له ملي ادارې څخه تشکیل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د ولسواليو جغرافيوي حدود تثبيت او په اړه یې راپور له یو کېدو وروسته د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.

په ورته مهال د کابينې په دې غونډه کې اقتصاد وزارت ته هم دنده سپارل شوې، چې مؤسیساتو ته واضحه کړي، چې هيڅ حکومتي کارمند تر هغو نشي جذبولی، ترڅو يې قانوني موده نه وي پوره شوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس