معماری
خانه / ادب و هنر / د نجونو لپاره د پوهنتوني زده کړو ځنډولو ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي

د نجونو لپاره د پوهنتوني زده کړو ځنډولو ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۳۰):
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خليلزاد یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د نجونو په تعلیم باندې د نوي حکومت پر بندیز ټول افغانان خفه دي.
نوموړي زیاته کړې چې افغان حکومت کې هم یو شمېر چارواکي د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازو تړلو پرېکړې سره مخالفت لري، خو دا چې کله به دغه مخالفت ښکاره کوي، وخت به یې په اړه پرېکړه کوي.
خلیلزاد زياته کړې، د دغه کار لپاره په اسلام او د افغانستان په تاريخ کې هېڅ داسې څه نشته چې دا پرېکړه توجیه کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د یو مکتوب په استولو سره ویلي، چې تر امرثاني پورې دې د ښځينه محصلینو درسي بهیر وځنډول شي.
تر دې وړاندې نوي حکومت په خپل راتګ سره له اووم ټولګي پورته صنفونو کې هم د نجونو پر زده کړو تر امر ثاني پورې بندیز لګولی چې له امله یې په کور دننه د افغانانو او له ملکه بهر نړیوالو ګڼ غبرګونونه پارېدلي.
افغانستان او په ټوله نړۍ کې عالمانو یادونه کړې چې زده کړې په اسلام کې د ښځې او نر لپاره یو اساسي اصل دی.
نړیوالې ټولنې بیا د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نجونو په کار او تعلیم باندې د بندیزونو لرې کول کې یو له اساسي شرطونو بللی، خو افغان حکومت ویلي، د نجونو تعلیم او کار ته تر شرایطو برابرولو وروسته د اسلام په چوکاټ کې ژمن دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس