معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د م.م اسمبلۍ کې د افغانستان په تړاو د ځینې هېوادونو څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ که په دغه سازمان کې خپله څوکۍ را وسپارل شي بې ځایه اندېښنې به ختمې شي

د م.م اسمبلۍ کې د افغانستان په تړاو د ځینې هېوادونو څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ که په دغه سازمان کې خپله څوکۍ را وسپارل شي بې ځایه اندېښنې به ختمې شي

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان دوهمه او د سپټمبر ۲۴مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷ مه ناسته کې د امریکا او پاکستان په ګډون ځینې نورو هېوادونو اندېښنه وښوده، چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر شته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اندېښنې په بې بنسټه معلوماتو او سرچینو بنا دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دوی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په ملګرو ملتونو کې افغان حکومت ته د افغانستان څوکۍ، چې حقوقي او سیاسي حق یې دی، سپارلو ته چمتو نه دي.

خبرپاڼه کې راغلي: “که افغان حکومت ته یې دغه حق ورکړل شي، دا به یو فرصت وي تر څو هغه واقعیتونه چې په افغانستان کې دمګړۍ موجود دي، له سیمې او نړۍ سره شریک شي ښايي بیا به هیڅ ډول اندېښنې ته ځای پاتې نشي “.
افغان حکومت د یادو اندېښنو د ردولو سربېره یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد و نه کارول شي او نه هم دا مهال په افغانستان کې کوم سوله وال ګروپ فعالیت لري.

په خبرپاڼه کې پر دې ټینګار شوی، چې نړۍ دې د بې بنسټه تورونو او اندېښنو پر ځای له افغان سرپرست حکومت سره د تعامل ډګر ته ښکته شي او د رسنیو او اعلامیو پر ځای دې خپلې اندېښنې نېغ په نېغه له دوی سره شریکې کړي.

ها خوا د افغانستان پخواني ولسمشر په یوه خبرپاڼه کې په ځانګړي ډول د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه څرګندونې، چې ګواکې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري، بې بنسټه بللي دي.
ښاغلي کرزي ویلې دا ثابته خبره ده چې د مسئلې حقیقت برعکس دی: «یعنې افغانستان د تروریزم قرباني دی او پاکستان له لسیزو راهیسې بیا تر ننه د تروریستي ډلو ځاله ده».
د نوموړي په وینا دا ترهګریزې ډلې د پاکستاني حکومت تر مستقیم ملاتړ لاندې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.
کرزي پر پاکستان غږ کړی، چې د افغانستان پر خلاف له بې بنسټه تبلیغاتو لاس په سر شي او د یو ښه ګاونډي په توګه د حسنه راوبطو د ایجاد کوښښ وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس