معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري  ۷مه  نېټه):

د.ګهیځ نیوز د ‏خبر له مخې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په دغه پرېکړه لیک کې د روژې مبارکې میاشتې پرمهال د بېړني اوربند، له قید او شرط پرته د ټولو یرغمل شویو ازادي او بشرپالو مرستو ته د ټولو لاسرسي د تضمین غوښتنه شوې.

یاد پرېکړه لیک ته د ۱۴ هېوادونو استازیو مثبته رایه او امریکا بیا ممتنع رایه ورکړې ده.

دغه پرېکړه لیک داسې مهال تصویب کیږي، چې تر دې وړاندې یو ځلې چین او روس او درې ځلې امریکا په غزې کې د اوربند په اړه پریکړه لیکونه ویټو کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اکتوبر له اوومې پر غزه د اسراییلي اشغالګرو له بریدونو راهیسي ۳۲زره ۲۲۶تنه فلسطینیان شهیدان شوي او نږدې ۷۵ زره نور ټپیان دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس