معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د غزې په خان یونس کې د دوو افسرانو په ګډون څلور اسراییلي پوځیان ووژل شول

د غزې په خان یونس کې د دوو افسرانو په ګډون څلور اسراییلي پوځیان ووژل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۰  نېټه):

د الجزیرې تلوېزیون فلسطینۍ څانګې د اسراییلي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په خان یونس ښار کې له حمـ.ـاس جنګیالیو سره په تازه نښتو کې د دوو اسراییلي افسرانو په ګډون څلور اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.

دغه راز یادې رسنۍ د خپلو ځایي خبریالانو په حواله ویلي، چې اسراییلي ځواکونه د حمـ.ـاس جنګیالیو لخوا له رام الله، البیره او بیتونیه ښارونو څخه په شا تمبول شوي دي.

د الجزیرې فلسطینۍ څانګې د خبر پر بنسټ د غزې لویدیځې غاړې په قلقیلیه ښار کې هم د حمـ.ـاس جنګیالیو او اسراییلي ځواکونو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

د اسراییلو دفاع وزارت ویلي، د غزې په جګړه کې د دوی د وژل شویو پوځیانو شمېر ۸۵ تنو ته رسېدلی دی، خو بل لور بیا یوې اسراییلۍ رسنۍ یدیعوت احارانوت په خپل یو راپور کې ویلي، چې غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې تر دا مهاله سلګونه اسراییلي پوځیان وژل شوي او له ۵ زرو ډېر نور ژوبل دي، خو رسمي سرچینو بیا د یادې رسنۍ دغه خبر نه دی تایید کړی.

تولنیزو رسنیو کې د ځینو اسراییلي پوځیانو ویډیوګانې هم لاس په لاس شوي، چې په کې دوی د خپلو ځواکونو د درنې مرګ – ژوبلې ادعا کوي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس