معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د غزې جګړه کې اسراییلي ځواکونو ته تېره ورځ بې سارې خونړۍ ورځ وه

د غزې جګړه کې اسراییلي ځواکونو ته تېره ورځ بې سارې خونړۍ ورځ وه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۳   نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو له پيله چې څه باندې دوه میاشتې کیږي، تېره ورځ دغو ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ مرګ – ژوبله اوښتې.

د اسراییلي اشغالګرو پر څو ټانکونو د ماین چاودنو ترڅنګ د رویټرز خبري آژانس د راپور پربنسټ، چې اسراییلي ځواکونو ورته ویلي، د حمـ.ـاس جنګیالیو د یوه کمین په ترڅ کې له نهو ډېر سرتیري ووژل شول.

ځینو اسراییلي رسنیو ویلي، د غزې جګړې د پیل راهیسې یې په لسګونه اسراییلي پوځیان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل دي.

د رسنیو په خبره ټپیانو کې له ۳ زرو ډېر یې دایمي توګه معیوب شوي دي.

خپلواکې رسنۍ وایي، غزه جګړه کې د اسراییلي اشغالګرو تلفات بیخي زیات دي، خو چارواکي دغه ارقام له رسنیو سره نه شریکوي.

د اسراییلو د اشغال خلاف جنګېدونکي فلسطینیان وايي، په کلک هوډ یې اسراییلیانو ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس