معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د شهباز شریف څرګندونو ته د ټي ټي پي غبرګون؛ پاکستان پخپله ترهګر روزي

د شهباز شریف څرګندونو ته د ټي ټي پي غبرګون؛ پاکستان پخپله ترهګر روزي

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان درېیمه او د سپټمبر ۲۵مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو له مخې، د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د شهباز شریف هغه ادعا رد کړې چې د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال یې ویلي وو دغه تحریک یو تروریستي گروپ دی او له افغانستانه خپل فعالیتونه تنظیموی.

ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په خپله سیمه کې مستقر دي او اړتیا نه لري له بله ځایه فعالیت وکړي.
د پاکستاني طالبانو تحریک ویلي، اصلي ترهګر د پاکستان پوځ او استخبارات دي چې وسله والې ډلې جوړوي او پالي یې تر څو افغانستان او خپل نور گاونډي هیوادونه پرې بې ثباته کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلي و، چې افغانستان کې ګڼې ترهګریزې ډلې فعالې دي، چې دوی يې اندېښمن کړي دي.
د افغانسان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، ویلې دا ثابته خبره ده چې د مسئلې حقیقت برعکس دی: «یعنې افغانستان د تروریزم قرباني دی او پاکستان له لسیزو راهیسې بیا تر ننه د تروریستي ډلو ځاله ده».
هغه پر پاکستان غږ کړی، چې د بې بنسټه تورونو لګولو پر ځای دې د یوه ښه ګاونډي په توګه له افغانستان سره د حسنه روابطو جوړولو کوښښ وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د پاکستان او نورو هېوادونو ورته اندېښنې او څرګندونې رد کړې دي او وايي، چې دا له حقیقته لرې او د دروغو سرچینو پر بینیاد ولاړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس