معماری
خانه / اعلامیه / د خبریال ملي ورځ دې رښتینو خبریالانو ته مبارکه وي

د خبریال ملي ورځ دې رښتینو خبریالانو ته مبارکه وي

د کب ۲۷مه چې د زېږدیز کال د مارچ د میاشتې له ۱۷ مې نېټې سره سمون خوري له تېرو څو کلونو را پدېخواه د خبریالانو د ملي ورځې په نامه په افغانستان کې لمانځل کېږي او خبریالان او ژورنالیستان پدې ورځ له یو بل سره د لاښې همغږۍ او یو والي د رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې کوي.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت ټولو افغان ژورنالیستانو ته د زړه له کومي مبارکي وایي او د بیان د آزادي، ملي او سوله ییز جوړجاړي او بالآخره له هېواد او ولس سر د مینې په جذبه صادقانه خبریالي د افغانستان د نن ورځې د کړاوونو حل لاره ګڼي.

د ګهیځ ټولنې اداره پدې باور ده چې د هر بل افغان په توګه، افغان خبریال هم د دې خاورې بچی او د دې هېواد د سمسورتیا او آبادولو لپاره، په سنګر کې د پراته یوه مبارز حیثیت لري.

یو ځل بیا دې د خبریال ملي ورځ ټولو رښتینو او صادقو خبریالانو ته مبارکه وي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس