معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تېر حکومت منسوبینو ته د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې معاشات ورکړل شول

د تېر حکومت منسوبینو ته د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې معاشات ورکړل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۶ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ د تېر حکومت د ساتنې او ځانګړو عملياتو تنفيذي قطعې ۱۲۱۶ تنو پخوانيو افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو ته د ۱۴۰۰ هـ ل کال د اسد میاشتې معاشات تادیه کړي دي.

د یادو پخوانیو منسوبینو معاشات د جمهوریت دورې د معاشاتو د توزیع د نورم مطابق له ټولو مالي امتيازاتو سره حواله شوي، چې په دې منسوبينو کې ۱۲۸ تنه افسران، ۲۱۵ تنه ساتنمنان او ۸۷۳ تنه ساتونکي شامل دي.

همدارنګه یادو ځینو کسانو ته چې بانکي حسابونه يې تړل شوي وو، د تنفیذي قطعې د قومندانۍ لخوا په اړوند بانک د حساب د تاييد او خلاصولو په موخه رسمي استعلامونه هم ورکړل شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس