معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم له لارې هېواد ته په ناقانونه بڼه د مخربو ګازونو د لېږد مخنیوی وشو

د تورخم له لارې هېواد ته په ناقانونه بڼه د مخربو ګازونو د لېږد مخنیوی وشو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري  ۷مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان هېواد څخه  غیر قانوني CFC ګازونه چې د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل، د ننګرهار ګمرک ریاست مسوولینو له لوري ونیول شول.

د مسوولینو په وینا د ننګرهار ولایت چاپېريال ساتنې ریاست د تغیر اقلیم او کنټرول او تفتیش مدیریت د ګمرک ریاست د رسمي لیک په ذریعه د تخنیکي او فني ټیم په ملتیا یاد نیول شوي ګازونه “R22” چې په ۹۶ کازډبو کی ځای پرځای شوي وو، تر هر اړخیزې څېړنې وروسته مخرب ګازونه وپېژندل شول.

د دوی په خبره د ګازونو دغه ډبې په انفرادي او غیر قانوني ډول واردېدل، چې د چاپېریال ساتنې ریاست د کارمندانو له خوا تر چېک وروسته ونیول شول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس