معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ا.ا یو پلاوی روسیې ته په سفر وتلی

د ا.ا یو پلاوی روسیې ته په سفر وتلی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد ۲۳مه او د اګسټ میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان د ا.ا حکومت د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته استولی.
باختر دولتي خبري اژانس د دې وزارت د یوه بیان په حواله خبر ورکوي چې دا پلاوی پرون شنبې مسکو ته روان شو.
په بیان کې راغلي چې د دې پلاوي د سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا ده.
که څه هم روسیې تر دا مهاله د ا.ا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو په تېر یوه کال کې یې د ور سره نږدې اړیکې پاللي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس