معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د اوبو کمښت له امله پر هلمند او کندهار ولایتونو برېښنا پرې شوې

د اوبو کمښت له امله پر هلمند او کندهار ولایتونو برېښنا پرې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د هلمند په کجکي بند کې د اوبو کمښت له امله پر هلمند او کندهار ولایتونو برېښنا پرې شوې.
د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د هلمند په کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله چارواکو پرېکړه کړې چې پر هلمند او کندهار ولایتونو برېښنا بنده کړي.
نوموړي زیاته کړې چې کله پر بند اوبه زیاتې شې، بېرته به برېښنا په عادي ډول هلمند او کندهار ته برېښنا ورکړل شي.
د کجکي بند د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري. د دغه بند برېښنا د کندهار ولایت مرکز او ځینو سیمو او دغه راز د هلمند مرکز او سنګین، موسی کلا او کجکي ولسوالیو ته ورکول کېده.
دا په داسې حال کې ده چې د وچکالۍ له امله د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس