معماری
خانه / ګهیځ / د افغانستان فوټسال ملي لوبدلې ټایلنډ ته ماته ورکړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبدلې ټایلنډ ته ماته ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې  د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه سیالۍ کې د ټایلنډ ملي لوبډلې ته ۵ د ۳ پر وړاندې ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې د ټایلنډ په کوربتوب ترسره شوه، افغان لوبډلې د لوبې تر پایه پورې ۵ ګولونه ووهل.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره حسین محمدي دوه، اکبر کاظمي، مثم فیضي او مهران غلامي یو یو ګول ووهه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا سیالۍ د فوټسال د اسیا جام سیالیو ته د لا ښه چمتوالي په موخه ترسره کېږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس