معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان دودیزه لوبه؛ ډېر ژر به په ملي کچه د وزلوبۍ لیګ ۳م پړاو سیالۍ پیل شي

د افغانستان دودیزه لوبه؛ ډېر ژر به په ملي کچه د وزلوبۍ لیګ ۳م پړاو سیالۍ پیل شي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۴مه نېټه) د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې چارواکي وايي، ډېر ژر به په ملي کچه د وزلوبې لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شي.
د دې کمېټې د نشراتو رییس دادمحمد ناوک ویلي، د وزلوبې د لیګ ټول تخنیکي مسایل حل شوي او په نږدې ورځو کې به پیل شي، خو نوموړی يې د کره نېټې په اړه څه ونه ویل.
ښاغلي ناوک وویل، دا لیګ به د تېر په څېر په لوړ کیفیت د ۱۶ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې ترسره شي.
دی وايي، دا د وزلوبې د لیګ درېیم پړاو دی او د ملي ټلوېزیون له لوري به په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
تېرکال د دې سیالیو پایلوبه د کندهار او کندز لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته رسېدلې وه.
وزلوبه د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده چې په ۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې له لوري د یوې ملي او رسمي لوبې په توګه ثبت شوه او فدراسیون یې رامنځته شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس