معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / درې ورځې وروسته امنیت شورا د افغانستان په اړه شپږمه غونډه جوړوي

درې ورځې وروسته امنیت شورا د افغانستان په اړه شپږمه غونډه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امنیت شورا درې ورځې وروسته د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې پر ۶مه نېټه د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي.

د خبر پر بنسټ، د یوناما مشره به په دې غونډه کې امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي.

بل لور بیا افغان حکومت وایي، ملګري ملتونه دې د دې مسایلو پرځای د بندیزونو د لرې کېدو او له افغانانو سره په اقتصادي برخه کې د مرستو په څېر موضوعاتو ته پاملرنه وکړي، څو له دې لارې نور مسایل هم حل شي.

د دوی په خبره دا ډول غونډو کې د دوی د استازي نه‌ ګډون به د هغوی عملي اړخ صفر ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې وړاندې هم د روان کال د فبرورۍ پر ۲۶مه، د افغانستان د وضعیت او د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په تړاو غونډه جوړه کړې وه، چې د سرپرست حکومت چارواکو په کې نه ګډون غوره بللی و.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس