معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / حکمتیار د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو ټینګار کړی

حکمتیار د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو ټینګار کړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۲۵مه او د اګسټ میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه ځانکړې مرکه کې ټینګار کړی، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته دې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

هغه ویلي، چې تعلیم یو خدای ورکړی حق دی او افغانې نجونې باید اجازه ترلاسه کړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

ښاغلی حکمتیار مني چې د ا.ا په نظام کې ستونزې شته او دوی ورته سپارښتنې هم لري، خو ټینګار یې کړی چې له پخواني نظام سره د پرتلې وړ نه دی او اوس وضعیت خورا بهتره دی.

د حزب اسلامي مشر ویلي، ا.ا باید د لویو پرېکړو لپاره یو ادرس ایجاد کړي، پر راتلونکي اساسي قانون باید بحث وشي او د راتلونکي نظام پر څرنګوالي باید پرېکړه وشي.

نوموړي دغه راز ویلي، ا.ا له یو سخت حالت سره مخ دی، د ده په باور ځکه چې یو وېجاړ او جنګ ځپلی هېواد په میراث کې ورپاتې دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس