کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان درېیمه او د سپټمبر ۲۵مه ده) د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني یو ځل بیا د اوبو څاه ګانو د سرونو پټولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بې سرپوښه څاه ګانو مالکان به قانوني محاکمې ته کش کړی شي.
ښاغلي حقاني تېره ورځ ناوخته (د تلې دوهمه) په یوه ویډیويي پیغام کې د والیانو او ولسوالانو ته لارښوونه کړې، چې د سیمې اوسېدونکو ته د څاه ګانو سرونو پټولو سپارښتنه وکړي.
د کورنیو چارو زوارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، سرپرست وزیر ویلي هغه کسان چې د خپلو څاه ګانو د پټولو وس نه لري، دغه وزارت ته دې ووايي څو مرسته ور سره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اونۍ په وروستیو کې په پرلپسې ډول دوه کوچنیان او یوه ښځه د هلمند په بېلا بېلو سیمو کې څاه ته و غورځېدل. د دوی له ډلې ښځه ژوندۍ و ژغورل شوه او دوه کوچنیانو خپل ژوند له لاسه ور کړ.