معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال هېواد کې د نري رنځ ۸۰ زره پېښې ثبت شوي

تېر کال هېواد کې د نري رنځ ۸۰ زره پېښې ثبت شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۶ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې دا ناورغي لا هم د افغانستان د عامې روغتیا په برخه کې د یو لوی ګواښ په توګه پاتې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغي د مخنیوي او درملنې وړ ناروغي ده، خو په وخت د دغې ناروغۍ د نه تشخیص په صورت کې کېدای شي چې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې سبب شي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د نري رنځ ناروغي هرکال په افغانستان کې د ۱۰ او ۱۲ زرو ترمنځ کسانو ژوند اخلي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې تېر ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ زره د نري رنځ پېښې ثبت شوې وې، چې د دې ډلې ۷۶ زره پېښې د دې ناروغۍ عادي پېښې او ۳ زره ۷۰۰ نورې یې د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکي پېښې وې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس