معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال فراه کې د ۳۷۵ ميليونو افغانيو په لګښت ۵۰ پروژې پلې شوي

تېر کال فراه کې د ۳۷۵ ميليونو افغانيو په لګښت ۵۰ پروژې پلې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۸ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه کې د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مسؤولينو ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې د ۳۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۵۰ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

د یاد ولایت د کليو، بيارغونې او پراختيا ریيس محمد نسيم  سرهنګ ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو او لریو پرتو سيمو کې د ۳۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۵۰ لویې او وړې پروژې پلې کړې دي.

د ده په وینا په یادو پروژو کې پر کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاه ګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دېوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس