معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر لمریز کال ۳ میلیونه ۱۲۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوي

تېر لمریز کال ۳ میلیونه ۱۲۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري  ۷مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې تېر ۱۴۰۲ کال په ټول هېواد کې ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

یادې ادارې ویلي، چې له دې ډلې یې ۲ میلیونه ۶۸ نارینه او ۱میلیونه ۵۶زره یې ښځينه دي چې برېښنایي پېژندپاڼې یې ترلاسه کړې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په همدې موده کې تر ټولو زیاتې تذکرې په کابل، هرات، بلخ، او ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوې دي.

د اوسني سرپرست افغان حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې ۶ میلیونه ۸۱۲ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې ورکړل شوې دي.

د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۱۲ میلیونه ۹۰۰ زره افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي، چې په دې کې ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره نارینه‌ او ۵ میلیونه او ۴۰۰ زره یې ښځينه دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس