معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر زېږدیز کال ۱۱ سوه ۸۱ تنه افغان کډوال د کډوالۍ پر لارو مړه شوي

تېر زېږدیز کال ۱۱ سوه ۸۱ تنه افغان کډوال د کډوالۍ پر لارو مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۹مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي، په تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۶۳ زره کډوال خپل منزل ته له رسېدو وړاندې مړه شوي او یا هم ورک شوې دي.

دغه راپور کې ویل شوی، چې یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱ سوه ۸۱ افغان کډوال د ناقانونه کډوالۍ لاره کې مړه شوي یا ورک شوي دي.

په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د قربانیانو دوه پر درېیمه برخه ناڅرګنده پاتې او د نیمایي څخه ډېرو پېښو کې سازمان نه‌ دی توانېدلی، چې د کډوالو جنسیت یا عمر تشخیص کړي.

بل‌ لور ته د هغو یو‌ شمېر کډوالو د کورنۍ غړي یا خپلوان چې د ناقانونه کډوالۍ په لاره کې مړه شوي او یا ورک شوي وايي، د دوی د کورنیو د غړیو د کډوالۍ اصلي لامل، تنګسیه او وزګارتیا ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس